افغان کډوالو ته د حقاني پيغام؛ د کوربه هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړئ
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني په لوګر کې په یوې غونډه کې، په بېلابېلو هېوادونو کې له افغان کډوال غوښتي چې، د کوربه هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي افغان کډوال دې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې، ورته ستونزې رامنځته کوي.
ښاغلی حقاني دغهراز وایي، په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی، امنیت خوندي دی او ټول کډوال باید په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
خلیلالرحمن حقاني په دې هکله وویل:«باید د چا په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونهکړي او نه جنايي جرمونه وکړي او دوی دې هلته ښه وخت تېر کړي. بله غوښتنه مې دا ده چې، دوی څومره ژر کولای شي خپل هېواد ته راستانه شي. هغه مزدوري هغه پانګونه، هغه ژوند په خپل وطن کې وکړي.»
په ګاونډیو هېوادونو کې ځينې مېشت افغان کډوال وایي چې، کډوال باید په زوره و نهاېستل شي؛ ځکه ډېری کډوالو په هغو هېوادونو کې چې، ژوند کوي پانګونه کړې ده.
په وروستیو میاشتو کې افغان کډوالو په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د پولیسو له بد چلنده شکایت لرلی دی.