اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهورزش او ځوانان

افغان کرېکټ ملي لوبډلې پاپه نیوګیني ته ماته ورکړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په روان شل اوریز نړۍوال جام کې خپله درېیمه سیالي له پاپه نیوګیني د ۷ وېکټو په توپیر وګټله او د نړۍوال جام د اتو غوره ټیمونو پړاو ته یې لاره پیداکړه.

افغان لوبډلې دغه سیالۍ کې د درې ویکټو په سوځېدو په ۱۵ اعشاریه ۱ اورونو کې د پاپه نیوګیني د ۹۶ منډو هدف وروسته تر هغې پوره کړه چې لوبډلمشر راشد خان تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پاپه نیوګیني د ۱۹ اعشاریه ۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي د ۱۶ منډو په ورکولو سره ۴ اورونو کې درې وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د توپوهنې په برخه کې بیا ګلبدین نایب په ۳۶ بالونو ۴۹ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

تر لوبې وروسته افغان لوبډلمشر، راشد خان د لوبډلې د بریا راز د افغان توپ اچوونکو له لوري ښه پیل یاد کړ او په خبره یې، دغه بریا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

د کرېکټ نړۍوالې شورا هم د نړۍوال جام په اتو غوره ټیمونو کې د افغانستان شتون تایید کړ.

ټاکل شوې افغان لوبډله د دغه پړاو خپله وروستۍ لوبه د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۹مه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا