اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

افغان ښځې او د طا-لبانو د زندانونو رازونه

دید خبرې آژانس: د افغانستان پخوانی حکومت د ملي امنیت په ریاست کې یوه پخوانۍ مدیره، رییسه یزدان پرست ویلی دی  چې طا-لبانو نوموړې په کابل کې له خپل کوره نیولې او یوه نیمه میاشت یې په زندان کې ربړولې ده.

اغلې یزدان پرست یوه رسنۍ ته ویلی دي چې طا-لبان د ملي امنیت د کارکونکو معلوماتو ته لاسرسی لري، هغوی نیسي او ربړوي.

رییسه یزدان پرست په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي امنیت ۰۵۰ ریاست د ښځو د څانګې مدیره وه.

نوموړي وايي، چې په کابل کې طا-لب وسله وال د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په ۲۵مه نېټه د کورونو د پلټنې په پلمه د هغوې کور ته ننوتل.

نوموړې وايي، طا-لبانو د هغې کورته د ننوتلو سره سم پر دې د ټوپک په میل ګوزار وکړ.

هغې وویل: «ما خپله وسله طا-لبانو ته وسپارله، خو طا-لب جنګیالیو له ځانه سره یوړه او یوه نیمه میاشت د طا-لبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې د وسله په میل، سوک او لغتو ووهلم او ویې ربړولم.»

نوموړې وايي، چې طا-لبانو د ملي امنيت د کارکوونکو معلوماتو ته لاسرسى درلود او په دې توګه يې د ملي امنيت پخواني کارکوونکي پېژندل او نیول.

هغې زياته کړه، چې زوى يې هم د ملي امنيت په رياست کې دنده ترسره کوله او هېواد ته د طا-لبانو له ننوتلو مخکې يې هېواد پریښی وو.

د اغلې یزدان پرست انځورونو کې ښکاري، چې د هغې مخ او بدن د شکنجې له امله شنه شوي دي.

نوموړې وايي، چې د ځايي مشرانو په منځګړتوب د ۱۴۰۰ کال د کب په ۱۵مه د طا-لبانو له بنده خوشې شوه او له خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتښتېده.

اغلې یزدان پرست چې د ډګروالي رتبه لري وايي: د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له حکومت راهیسې د طا-لبانو له لومړۍ دورې پرته، د ملي امنیت په ریاست کې یې کار کړی دی.

هغې وويل: «ما ۲۵ کاله د ملي امنيت په رياست کې خدمت کړی دی.»

اغلې یزدان پرست وايي، چې هغه د زندان په کوټه کې یوازې بندي وه او د زندان ټول ساتونکي نارینه وو.

د نوموړې په خبره، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یو کال تر درملنې لاندې وه.

نوموړې وايي، چې طا-لبانو یې خاوند ۱۳۸۷ کال کې له بهرنیانو سره د کار کولو له امله وواژه.

هغې وویل: «زما میړه د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د بګرام په هوايي ډګر کې ژباړونکی و.»

نوموړې وايي: «طا-لبانو څو څو ځله زما خاوند ته ګواښونه کړي وو، چې له بهرنيانو سره کار ونه کړي، خو خاوند مې د طالبانو ګواښونه له پامه وغورځول او يو سهار يې کار ته د تللو پر مهال وواژه.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا