اسلایدشوافغانستانبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

افغان نجونې د تبعیض او ناعادلانه تګلارو له امله د زده‌کړو له حقه څخه محروم شوې دي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې رییسې سیما باهوس، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د نجونو د زرو ورځو له محرومیت سره هم‌مهاله ویلي چې، د افغان ښځو د حقونو، ازادۍ او غږ سلبېدل دوام لري.

مېرمن باهوس، د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یو ټولیز مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې، افغان نجونې باید په دې برخه کې له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې رییسه زیاتوي:«ښکاره یادونه دا ده چې، د افغان ښځو او نجونو پر حقونو، ازادیو او غږ تېری دوام لري. موږ نه‌شو کولای افغانې ښځې او نجونې په خپله خوښه د ژوند کولو د حق لپاره په مبارزه کې یوازې پرېږدو. د هغوی مبارزه زموږ ټولیز مسوولیت دی.»

له دې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي. د دغه سازمان په وینا، افغان نجونې «د تبعیضي او ناعادلانه تګلارو» له امله د زده‌کړو له حقه محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان:«له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه تګلارو له امله چې نړۍوال قوانین نقضوي، د زده‌کړې له حقه محرومې دي. طالبان باید ژر تر ژره ټول منځني ښوونځي او لېسې د نجونو پر مخ پرانیزي.»

که څه هم اسلامي امارت له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند د غبرګونونو له څپې سره هم‌مهاله، د نجونو د زده‌کړو په تړاو یو غږیز پیغام خپور کړی دی.

په هېواد کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز په تړاو په داسې حال کې یو ځل بیا غبرګونونه راپارېدلي دي چې، یو شمېر بنسټونه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ، د پوهنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګولډن براون، د بشري حقونو او د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په څېر مخورې څېرې د افغان نجونو د غږ له کمپاین سره یوځای شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا