اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

افغان مېرمنې: موږ د ورزش کولو اجازه نه لرو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو یوې ډلې د پاریس د المپیک سیالیو ګډونوالو ته په یو پیغام کې ویلي، چې هېر نه کړي چې افغان مېرمنې په سیسټماټیک ډول د سپورټ څخه بې برخې شوي دي.

هغوی وايي، چې له زده کړو، ټولنې او سپورټ څخه د ښځو د بې برخې کېدو په وړاندې د نړۍ چوپتیا بښوونکې نه ده.

دغو ښځینه ورزشکارانو همداراز ټینګار وکړ، چې طا-لبانو د افغان مېرمنو استعداد اوبالقوه ځواک چې د نړۍوالې ټولنې په ویاړونو کې اضافه کیدلې شول، ډالر لري.

د افغان مېرمنو دغه ډله له ښځو سره د طا-لبانو چلند «له توهینه ډک» بولي او وايي، چې پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونو «د نړۍوالې ټولنې اخلاقي کمزورتیا ښیي.»

همدا راز، ښځینه ورزشکارانو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې شپږ افغان ورزشکاران (درې ښځې او درې نارینه) د ۲۰۲۴کال د پاریس په المپیک کې د افغانستان د ورزشکارانو د استازو په توګه حضور لري. په ورته وخت کې د المپیک د نړۍوالې کمېټې د کډوالو په ټیم کې پنځه افغان ورزشکاران ګډون لري چې ټولټال یوولس افغان ورزشکاران به د سږ کال المپیک سیالیو کې برخه واخلي.

طا-لبانو له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی. طالبانو د ۲۰۲۴کال د المپیک لوبو په درشل کې وویل، چې د دغو لوبو کې ګډون کوونکې افغان ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا