اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

افغان میرمنو په اسلام اباد کې مظاهره وکړه

دید خبري آژانس: د افغانستان د میرمنو حقوقو فعالانو په افغانستان کې د طا-لب حکومت پر ضد د پاکستان په اسلام اباد کې غونډه کړي ده.

د افغانستان د میرمنو له بیلابیلو ډلو سره اړونده د میرمنو دحقوقو سلګونو فعالانو د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې په غونډيدا سره  د دوحې  په غونډې کې د ګډون لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت په بلنې سخت اعتراض وکړ.

دغه اعتراضیه غونډه پرون داسلام اباد پریس کلب په وړاندې وشوه او ګډون کونکو دافغانستان د سرپرست حکومت په ضد شعارونه ورکړل. دوي د میرمنو دحقوقو په تیره بیا د انجونو د زده کړې د حق په وړاندې د طا-لبانو اقدامات هم سخت محکوم کړل.

افغان میرمنو د قطر په  هغې دریمې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو له بلنې سره دخپل مخالفت په اعلانولو سره چې  ټاکل شوې ده، په چنګاښ یا سرطان میاشتې کې په دوحې کې ترسره شي،وويل چې په دوحې کې د طالب مسئولانو شتون د کابل اوسني جعلی رژيم د په  رسمیّت پيژندنې لپاره  د هیوادونو د شنې اشارې په معنا  دی.

ټاکل شوې ده د چې افغانستان په چورلیزتوب سره د دوحې دریمه ناسته د ملګروملتو په کوربتوب سره د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په لسمه نیټه په قطر کې ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا