Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسپورت

افغان منډه وهونکي د ٢٠٢٤ المپیک څخه حذف شو

افغان منډه وهونکى لوبغاړى  شاه محمود نورزی د ۲۰۲۴ کال د پارېس المپیک له سیالیو بهر شو.

ښاغلي نورزي د شنبې په ورځ (زمري ۱۳) د خپلو سیالانو په وړاندې د ۱۰۰ مترو ځغاستې په لومړني پړاو کې سیالي وکړه او په الف ګروپ کې یې څلورم مقام خپل کړ.

افغان لوبغاړي د ۱۰۰ مترو واټن په ۱۰ عشاريه ۶۴ ثانيو کې پوره کړ.

په همدې حال کې به د یکشنبې په ورځ یولدز هاشمي او فریبا هاشمي د سړک د بایسکل ځغلولو په برخه کې سیالي وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ یولدز هاشمي د انفرادي ټايم ټرېل کې د بایسکل ځغلولو په برخه کې د ۳۵ ورزشکارانو په ډله کې ۲۶م ځای خپل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button