اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورسیاست

افغان معترضو مېرمنو د دوحې په غونډه کې د طا-لبانو له ګډون سره مخالفت وکړ

دید خبرې آژانس: د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر ډلو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په راروانه غونډه کې د طا-لبانو د استازیو له ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

دغو ډلو پرون په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې طا-لبانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، نو د دوی مخه باید په نړیوالو غونډو کې ونیول شي.

ارغواني شنبې غورځنګ، د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم غورځنګ او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طا-لبانو د ګډون مخالفت کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روانې جون میاشتې په دېرشمه به د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو طا-لبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طا-لبانو ویلي چې ښایي د دې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا