Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپورسپورت

افغان فوټسال لوبډلې ګرین لنډ لوبډلې ته ماتې ورکړي

دید خبرې آژانس: د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربتوب د څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ګرین لنډ فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵ – ۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره امید قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي او بخمن ګرګیچ ګولونه ووهل.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټسال لوبډله نن د (مارچ ۸مه) خپله دویمه لوبه د برازیل فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د یادو سیالیو لړۍ د مارچ پر ۳مه پیل شوې، چې په کې افغانستان، ایران، ګرین لنډ او برازیل هېوادونو لوبډله ګډون لري او د مارچ تر ۹مې به دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button