اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

افغان سندرغاړی په پاکستان کې ووژل شو

دید خبری آژانس: له پاکستان څخه رارسیدلی رپوټونه وایی چی د افغانستان یو ځوان سندرغاړی په پاکستان کی په ډزو وژل شوی دی.

د نیوز ١٨ د راپور له مخې، افغان سندرغاړې حسیبه نوري چې په پاکستان کې یې پناه غوښتې وه، د وسله والو په برید کې وژل شوې ده.

افغان سندرغاړې حسیبه نوري چې په پاکستان کې یې پناه غوښتې وه، د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوې ده.

دا پېښه تېره ورځ شوې او تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی.

پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې پولیسو د دغې غمجنې پېښې په اړه بشپړې پلټنې پیل کړي دي.

د نوري ناڅاپه مړینه هغه کسان ټکان او خواشیني کړي دي چې هغه یې پیژني ځکه چې هغې په خپل هیواد کې د ناورین څخه د خلاصون لپاره په پاکستان کې پناه غوښتې وه.

د نوري یوه ملګري خوشبو احمدي پر ټولنیزو شبکو د یوه پوسټ په خپرولو سره د هغه د وژنې خبر تایید کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا