دید خبرې آژانس: د افغان “ایوک” بنسټ په یوه پرانیستې لیک کې د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د روانې اوونۍ د بودیجې اورېدنو (استماعیه)په غونډه کې دې د افغان کډوالو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي.

په دې لیک کې راغلي، چې څه باندې ۲۱۲ زره کسان په افغانستان کې او لسګونه زره نور، د پاکستان او قطر په ګډون په ۷۵ هېوادونو کې په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.
د افغان ایوک د لیک یوې برخه کې راغلي:«د بهرنیو چارو له وزیر سره د روانې اوونۍ غونډې کانګرس ته یو حیاتي فرصت دی څو له لسګونو زرو هغو افغان متحدینو سره د خپلې ژمنتیا پخلی وکړي، چې لا هم د بیا مېشتېدو او خوندیتوب په تمه دي. دا مهال، له ۲۱۲ زرو ډېر کسان د افغانستان دننه اېسار پاتې دي او لسګونه زره نور په ۷۵ هېوادونو کې لالهانده دي. د امریکا د اخلاقي مشرتابه، ملي امنیت او نړیوال اعتبار اهمیت کله هم دومره زیات نه و.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد خان محمدزی په دې هکله وايي:«د دې هېواد د پناه غوښتونکو له وضعیت سره باید د نړۍوالو قوانینو او د امریکا د کورنیو قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي، څو د کډوالو ستونزې راکمې شي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد مسلم جمال هم وویل: «زه ډاډه یم، چې ښایي دوی یو شمېر کسان د خپلو ګټو لپاره تر اکتوبر میاشتې له هغه هېواده وباسي؛ خو د خپلو نافذه قوانینو او داخلي ګټو له مخې امکان لري، چې کډوالو ته کافي وخت ورکړي، څو په متحده ایالاتو کې پاتې شي.»
اخوا ځینې افغانان چې د امریکا د کډوالۍ کېسونه لري او دا مهال په پاکستان کې اوسېږي، وایي چې واشنګټن باید د دوی د لېږد بهیر بېرته پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږدیز کال د جنورۍ پر۲۰مه، ډانلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو پروګرام د ځنډولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ او له دې پرېکړې ۱۲۰ ورځې وروسته، د افغان کډوالو وروستی برخلیک لا هم نهدی څرګند شوی.