اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

افغان اعتراض کوونکي د دوحې د غونډې هر ډول پایلې بې اعتباره وبلله

دید خبرې آژانس: په کاناډا کې مېشتو افغانانو له نړۍ څخه د دوحې د غونډې د غندنې غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکو افغانانو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، «د دوحې د ناستې هر ډول پایله د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه شتون له امله باطله ده.»

د افغانانو دا اعتراضي غونډه د کاناډا په ټورنټو ښار کې وکړه.

اعتراض کوونکو همدا راز طا-لبان په «بشریت ضد جنایتونو، د ښځو او لږکیو له حقونو څخه په سرغړونې او غیرقانوني فعالیتونو» تورن کړل.

دا پرېکړه لیک ټینګار کوي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه خپل مسٶلیت په سمه توګه نه دی ادا کړی.

دغو افغانانو پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې په افغانستان کې د یوه «ولسواک حکومت» د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

په پرېکړه ليک کې د سيمې پر هېوادونو غوښتنه شوې، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې د دویمې ورځې ناسته په څو دقیقو کې پیل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا