افغان اتلانو د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی
دید خبرې آژانس: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پخپله ایکس پاڼه کې د کرکټ ملي لوبډلې په ملاتړ سره ویلي، کرکټ ملي لوبډلې او ټولو لوبغاړو د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
هغه زیاته کړې، دغه اتلانو د افغانستان نوم او ملي بېرغ ځلانده ساتلی.
ښاغلي کرزی ویلي، د افغانستان خلکو تل د خپلو لوبغاړو ملاتړ او تشویق کړی او هیله یې ښودلې، چې لوبغاړي لا زیات ویاړونه راوړي.
حامد کرزی او ګڼ نور سیاسي او ټولنیزې څېرې وروسته له هغې د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ لړۍ پیل کړه، چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په یوه لیک کې د بریتانیا له پارلمان غوښتي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د حقونو د نه ورکړې له امله دې په کرکټ بندیز ولګېږي.
په ورته وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د افغانستان پر کرکټ ملي لوبډلې به هېڅ ډول بندیز ونه لګېږي، خو د نجونو حقونو تر لاسه کولو لپاره هم کار کول اړتیا ده.
بلخوا د بریتانیا د لوبو وزیرې همدارنګه ویلي چې د نجونو د حقونو تر لاسه کولو په موخه نه غواړي د کرکټ د ملي لوبډلې حقونه له منځه یوسي.
جنوبي افریقا هم په رسمي ډول اعلان کړی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره به خپلو لوبو ته دوام ورکړي او د دوی په اړه هر ډول پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا لخوا باید ترسره شي.