برگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالبګزارش

افغانې نجلۍ د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ

دید خبرې آژانس: پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته لومړنۍ افغانې نجلۍ نورویژه احمدي د دریو نړۍوالو ازموینو (OET, PLAB1 او PLAB2 ) په بشپړولو سره د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

مېرمن احمدي ویلي، چې د جمهوریت له سقوط وروسته برېتانیا ته کډواله شوې وه او په خپل مسلک کې یې زده کړو او کار ته دوام ورکړ.

مېرمن احمدي وایي، چې اوسمهال د اکو او الټراسونډ په برخو کې تدریس کوي.

۳۰ کلنې نورویژه احمدي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې او لوړې زده کړې یې په هند او افغان سویس پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

مېرمن احمدي له طا-لبانو وغوښتل، چې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د ښځو پر کار کولو هم بندیزونه لرې کړي.

نوموړې وايي، «که طا-لبان دا دوه ګامونه پورته کړي دا به د افغانستان د پرمختګ او د ټولنې د نیمایي ځواک د ازادېدو لامل شي.»

احمدي له افغان نجونو هم وغوښتل، چې تسلیم نه شي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړې په داسې حال کې په برېتانیا کې د طبي شورا غړیتوب ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې طا-لبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طا-لبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څو ورځې مخکې وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا