اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

افغانستان ۷ زره پاکستاني موټر چلوونکو ته ټاډ سندونه ورکړي دی

دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د لنډمهالي تګ راتګ د سندونو د وېش لړۍ له پیله تر دې دمه شاوخوا ۷ زره پاکستاني موټر چلوونکو ته دغه سندونه وېشل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، دغه موده کې له شپږو تر اوو زرو افغان موټر چلوونکو هم پاکستان ته د تګ دغه سندونه کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ ترلاسه کړي دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي و ویل: « تر دې مهاله مو شاوخوا ۷ زره سندونه پاکستاني موټر چلوونکو ته وېشلې دي او شاوخوا همدومره سندونه د پاکستان د سفارت او کندهار کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ له لوري افغان موټر چلوونکو ته وېشل شوي دي، چې دواړو خواو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

ټاډ د لنډمهالي تګ راتګ هغه سند دی چې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د شپږو میاشتو لپاره له وېزې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاد سند د ۲۰۲۴ کال د مې له لومړۍ نیټې وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاو په موخه پلی شو.

تر دې مخکې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د ټرانزیټي موټرو پرته له افغانستانه هیڅ موټر له لنډ مهالې سند پرته پاکستان ته داخل نه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا