اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

افغانستان ۱۲ میلیارده ډالره راکړه ورکړه کړې ده

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان ۲۰۲۴ کال کې د سیمې له هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.

دغه وزارت په دې موده کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۸۰۳ میلیونه ډالره یاد کړی چې، د ۲۰۲۳ کال پرتله ۴ سلنې کموالی ښیي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، دغه موده کې د وارداتو په کچه کې ۳۸ سلنې زیاتوالی راغلی دی.

اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « ۲۰۲۴ کې د افغانستان سوداګري ټولټال د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وه. دغه کال کې د یو میلیارد او ۸۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د شاوخوا لس میلیارده او ۶۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي، په ۲۰۲۴ کال کې چین او پاکستان ته د افغانستان صادرات کم وو، خو ایران، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبېکستان ته بیا د صادراتو کچه دوه برابره لوړه وه.

هغه و ویل: « روان کال کې چین او پاکستان ته زموږ صادرات د تېر کال پرتله کم وو، خو له ترکیې او هند سره زیاته شوې ده. له ټولو مهمه دا چې، ایران، قزاقستان، ازبېکستان او متحده عربي اماراتو ته زموږ صادرات دوه برابره لوړ شوي دي.»

د خصوصي سکټور استازي بیا په دې باور دي چې، نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د اسانتیاو په برابرېدو او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې سره زیاتوالی موندلی شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال، خیرالدین مایل و ویل: « زموږ سوداګرو ته دې نورو هېوادونو ته د ویزو او سفر زمینه مساعده شي، څو زموږ سوداګر د نورو هېوادونو په مارکیټونو کې د افغانستان تولیداتو ته ځای پيدا کړي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د اجرایوي پلاوي رییس وسیم صافی وايي: « د دې لپاره چې خپل محصولات معیاري کړو او بهرنیو بازارونو ته لاسرسی پيدا کړو، نو اړتیا ده چې پر بسته بندۍ او سټنډرډ کولو کار وشي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز وایي، هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه شاوخوا ۸۵۰ میلیونه ډالره وه؛ خو اوس دغه شمېر په کال کې نږدې ۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا