اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهورزش او ځوانان

افغانستان یوګاندا ته ماتي ورکړه

دید خبرې آژانس: د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي له یوګاندا د ۱۲۵ منډو په توپير وګټله.

افغان لوبډلې چې لومړۍ توپوهنه کړې وه د ۱۸۴ منډو هدف یې ټاکلی و او د یوګانډا لوبډلې یې په ځواب کې ۱۶ اورونه ولوبول، ۵۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۷۶، ابراهیم ځدراڼ ۷۰ او محمدنبي ۱۴ منډې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د ۱۵۴ منډو منډو ملګرتیا کړې وه چې دا د شل اوریز نړیوال جام په تاریخ کې دویمه اوږده ملګرتیا وه.

افغان لوبغاړي فضل حق فاروفي په نننۍ لوبه کې د یوګاندا ۵ لوبغاړي وسوځول

یوګانډا ته بیا په توپ اچونه کې کاسمس چیوتا او براین مصابا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې بیا یوازېنی مخکښ منډه جوړونکی روبېنس اوبویا و چې ۱۴ منډې یې کړې وې.

افغان لوبډلې ته فضل حق فاروقي ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ۴ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول چې دا لومړی ځل دی چې نوموړی په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۵ لوبغاړي سوځوي.

نوین الحق او راشدخان بیا دوه دوه او مجیب الرحمن یوه وېکټ واخیسته.

د ویلو ده چې دا په روان شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ سیالي وه او دویمه سیالي به په همدې لوبغالي کې د جون میاشتې په ۸مه نېټه د نیوزیلینډ د لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا