اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

افغانستان هڅه کوي چې له ازبیکستان او پاکستان سره د ټرانزیټي لارې جوړې کړی

دید خبرې آژانس: د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، چې افغانستان د سوداګرۍ د ودې په موخه هڅه کوي له ازبیکستان او پاکستان سره درې اړخیزه ترانزیټي لاره جوړه کړي.

د یادې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراخوالی د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي.

ښاغلي مهمند په دې هکله وویل:«که افغانستان او ازبیکستان د یوه روڼ میکانیزم پر بنسټ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ګډ کار وکړي، نو موږ کولای شو څلور مېلیارده خلک سره وصل کړو؛ دوه مېلیارده په سوېلي اسیا کې او دوه مېلیارده نور په مرکزي اسیا کې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ترکیې سره د افغانستان د ګډو سوداګرۍ خونو له جوړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان هڅې کوي، چې د ټرانزیت پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان تر منځ ګډې ټرانزیتي لارې جوړې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د مدیره پلاوي نړۍوال رییس سید جاوېد برهان وايي:«د افغانستان د سوداګرۍ خونه باید د ازبیکستان له سوداګرۍ خونې سره یو ګډ کمېټه جوړه کړي، ترڅو د صادراتو او وارداتو د کموالي تحلیل وکړي.»

له دې سره سم، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس افغانستان ته د خپل سفر موخه د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د ګډو پانګونو پراخوالی په ګوته کړ.

د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس یعقوب اوف دوران عبدالجلالویچ څرګندوي:«موږ نورو هېوادونو ته د افغانستان له لږو صادراتو خبر یو. موږ له همدې امله د روان زیږیز کال له لومړیو د خپل هېواد له لومړي وزیره داسې یو فرمان ترلاسه کړی چې، له‌مخې یې باید په خپل هېواد کې د افغانستان له محصولاتو استفاده وکړو او نورو هېوادونو ته یې هم د صادراتو زمینه برابره کړو.»

تر دې مخکې ډيپلوماټ خپرونې هم د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د سوداګریزې کچې له لوړېدو خبر ورکړ او د هېواد اقتصاد وزارت هم یاده موضوع تأیید کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button