اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

افغانستان مسله امریکايي رای ورکوونکو لپاره مهمه ده

دید خبرې آژانس: د هېل خبري وېبپاڼې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا وحشتناکه وتلو موضوع په مهمو ایالتونو لکه پنسلوانیا او ویسکانسن کې د ځینو رایه ورکوونکو لپاره مهمه ده.

د دې خپرونې په وینا، له افغانستانه د امریکا د وتلو څرنګوالی د بایډن پر ملاتړ منفي اغېز کړی دی.

په دې لیکنه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې له افغانستانه وتل او د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې د دغه هېواد د خلکو برخلیک د امریکايي پخوانیو پوځیانو او افغان الاصله امریکايانو د لوی نفوس لپاره په پنسلوانیا، مېشیګان، ارېزونا، ویرجېنیا، وېسکانسن او شمالي کارولینا ایالتونو کې خورا مهمې مسلې دي.

لیکوال بایډن تورن کړی، چې «د افغانستان له جګړې سره ژوره او شخصي کرکه لري» او «له طا-لبانو سره د ټرمپ ضعیف تړون پلې کول پرته له دې چې د نوي ډیموکراسۍ بقا او د افغانانو خوندیتوب تضمین کړي.»

جوزف اعظم لیکلي، چې ټرمپ او بایډن په ګډه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ناورینه ډکه د وتلو تګلاره جوړه او پلې کړه.

واشنګټن د افغانستان له حکومت او خلکو څخه د دفاع په برخه کې د خپلو ژمنو په ماتولو سره «په سلګونه زره امریکايي پخوانیو پوځیانو ته اخلاقي زیانونه واړول.»

د لیکوال په وینا، دوی « نږدې ۴۰ مېلیونه خلک د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې او خطرناکو رژیمونو تر واکمنۍ لاندې پرېښودل.»

لیکوال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند له نوماندې کماله هرېس څخه غوښتي، چې د افغانستان په اړه د بایډن له چلند څخه ځان لرې کړي او له افغانانو سره د امریکا په ژمنو ودرېږي.

په دغو ژمنو کې یوه هم د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو سره مرسته ده، چې په افغانستان کې پاتې دي او تمه لري چې امریکا به یې یوه خوندي هېواد ته انتقال کړي.

همدارنګه د لیکوال په وینا، واشنګټن باید هغو افغانانو ته د دایمي استوګنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي چې په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله ځنډول شوي دي.

د هېل د مقالې لیکوال له کماله هرېس غوښتي، چې له طا-لبانو سره اصولي چلند وکړي او په افغانستان کې د جنسیتي توپیر له امله له طا-لبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا