اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

د چین جمهور  رییس:

افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په لومړۍ لیکه کې دی

د چین رییس جمهور له ولسمشر غني سره په کتو کې کې ویلي دي، چې افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې په لومړۍ لیکه کې دی.

رییس جمهور غني له شي جین پینګ سره د شانګهای همکاریو د سازمان په غونډه کې چې د قزاقستان په آستانه کې  جوړه شوې، کتلي دي.

د جمهوري ریاست د ارګ د وینا له مخې، په دې کتنه کې د دوو هېوادنو ترمنځ د رهبرۍ په کچه د سیاسي اړیکو پر ډېروالي، د همکاريو پر ډېروالي،امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه،سولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او وټیزو اړیکو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

د چین جمهور رییس په افغانستان کې د روستیو پېښو  په پار د افغانستان له  خلکو او دولت سره د همبستګۍ اعلان وکړ او و یې ویل، چې ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره ګډ دښمن دی .

هغه همداراز په بریالي ټوګه د کابل پروسې د سولې کنفرانس جوړېدل، ښاغلي غني ته تبریک ووایه .

شی جین پینګ ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ د له  منځه تګ لپاره باید سیمه ایز او نړیواله همکاري رامنځ ته شي .

بلخوا ولسمشر غني په هېواد کې د سولې راوستو لپاره وویل، چې پخوا مو د سولې راوستو لپاره شفاف مدیریت درلود او اوس هم له طالبانو او پاکستان سره سولې ته چمتو یو .

ښاغلي غني ویلي، چې اوس یې وخت رارسېدلی، چې د افغانستان، چین او اړوندو هېوادنو ترمنځ پر پروژو عملي کار پیل شي .

ددې اجلاس ترڅنګ ښاغلي غني د قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان له ولسمشرانو او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، جواد ظریف سره هم کتلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا