اسلایدشوافغانستانمهم مطالبورزش او ځوانان

افغانستان له بنګله دېش څخه لومړۍ لوبه وګټله

دید خبرې آژانس: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش له ملي لوبډلې څخه د محمد نبي د ۸۴ منډو او الله محمد غضنفر د ۶ وېکټو د ترلاسه کولو په مټ د ۹۲ منډو په توپير له بنګله دېش څخه لوبه وګټله.

د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د درېیو پنځوس اوریزو سیال‍یو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

له بنګله دېش لوبدلې سره د افغان لوبډلې د پیلیزو توپ وهونکو لپاره ښه ورځ نه وه او د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکی رحمن الله ګربز چې د ډېرو منډو جوړولو تمه ترې کېده د لوبې په دویم اور کې د شپږو منډو په جوړولو خپله وېکته له لاسه ورکړه.

همدارنګه د لوبې په اتم اور کې رحمت شاه زرمتي خپله وېکټه له دوو منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړه.

که څه هم په توپ وهنه کې تمه نه کېده چې افغان لوبډله دې ډېرې منډې جوړې کړي، خو د محمد نبي د ۸۴ او لوبډلمشر حشمت الله شاهدي د ۵۲ منډو په مټ افغان لوبدلې سیالې لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان توپ اچوونکو له خپلو ۲۳۵ منډو څخه دفاع وکړه او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۳۴،۳ اورونو کې وسوځول او بنګله دېش لوبډله ونه توانیده، چې یاد هدف پوره کړي.

په توپ اچونه کې د افغانستان د ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچونکي الله محمد غظنفر په ۶،۳ اورونو کې د ۲۶ منډو په بدل کې د بنګله دېش ۶ لوبغاړي له لوبغالي بهر کړل.

له دې سره، راشد خان په ۸ اورونو کې د ۲۸ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي وسول.

ورپسې عظمت الله عمرزي او محمد نبي هم یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه او افغان لوبغاړو د درېیو پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه له بنګله دېش لوبډلې څخه د ۹۲ منډو په توپیر وګټله.

د پنځوس اوریزو لوبو د یادې لړۍ دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۹مه نېټه په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا