افغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانانګزارش

افغانستان له بنګله دېش څخه لوبه وګټله

دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېيو یو ورځينیو سياليو په درېيمه لوبه کې بنګلدېش ته د ۵ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه پر يو وګټله.

افغان لوبډلې د رحمان الله ګربز د ۱۰۱ منډو او عظمت الله عمرزي په ۷۰ منډو او ۴ ويکټو بريا تر لاسه کړه.

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو یو ورځينیو سياليو د لوبلړۍ د درېيمې لوبې پچه بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېشي لوبغاړي محمدالله تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې. نوموړي په ۹۸ توپونو ۹۸ منډې جوړې کړې.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې عظمت الله عمرزي ۴، محمد نبي او راشد خان یو یو لوبغاړي وسوځول. افغان لوبغاړو د لوبې په دويمه نيمايي کې په ۴۸.۲ اور کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او بنګله دېش لوبډلې ته یې د ۵ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

په افغان لوبډله کې بیا رحمان الله ګربز سليزه پوره کړه. نوموړي په ۱۲۰ توپونو ۱۰۱ مندې وکړې. عظمت الله عمرزي د توپ اچونې ترڅګ ښه توپوهنه هم وکړه، هغه په ۷۷ توپونو ناسوځېدلي ۷۰ مندې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

افغانستان د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له سیالې لوبډلې څخه د ۹۲ منډو په توپير ګټلې وه؛ خو په دویمه لوبه کې بنګله ‌دېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د درېیو یو ورځنییو سیالیو لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا