اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

افغانستان سویلي افریقا ته وبایلله/ د نړۍوال جام تر نیمه پای لوبې بې ساری سفر

دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان نړۍوال جام نیمه پای لوبه د نهو وېکټو په توپیر سویلي افریقا ته وبایلله او له نړۍوال جام بهر شو.

وروسته تر هغې چې افغان لوبډلمشر د پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغان لوبډلې سیالې سویلي افریقا ته یې د لوبې په دولسم اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۵۷ منډو هدف ورکړ.

سویلي افریقا بیا یوازې یوه وېکټه له لاسه ورکړه او دغه هدف یې په ۸ اعشاریه ۵ اورونو کې پوره کړ.

دغې ماتې سره نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته رسېږي او سویلي افریقا د لومړي ځل لپاره د نړۍوال جام پای لوبې ته لاره پیداکوي.

د نړۍ له ګوټ ګوټه د کرېکټ شنونکي په دې باور دي چې افغانستان روحیه له لاسه نه ده ورکړې، ځکه افغانستان د پاکستان، ویسټ انډیز او اسټرالیا په څېر د سترو لوبډلو په شاته پرېښودو لومړی ځل نیمه پای لوبې ته لاره پیداکړه.

دغه نړۍوال جام کې افغانستان په لومړي ځل نیوزیلنډ او اسټرالیا سترو لوبډلو ته ماتې ورکړه.

افغان تیز توپ اچوونکی، فضل الحق فاروقي ۱۷ ویکټو سره تر دې دمه د نړۍوال جام مخکښ توپ اچوونکی دی.

د فضل الحق فاروقي دغه ۱۷ وېکټې نړۍوال جام کې د یوه توپ اچوونکي له لوري تر ټولو ډېرې وېکټې بلل کیږي. 

ورته مهال، افغان بریدګر توپوهونکی رحمان ګربز هم ۲۸۰ منډو په لرلو سره د دغه جام د غوره توپوهونکو په سر کې دی.

دغه راز لویو سیالیو کې نیمه پای لوبې ته لارموندنه د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

افغان لوبډلې تېر کال هند کې یو ورځني نړۍوال جام کې هم شپږم ځای خپل کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا