اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

افغانستان سره د نړیوال بانک ۱.۷ میلیارده ډالره مرسته

دید خبرې آژانس: نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې له افغانستان سره ۱،۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

دغه بانک وايي چې دغه مرستې د طا-لبانو له لاسوهنې پرته ترسره شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه مرستې د ښځو او نجونو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر امریکايي سناتورانو او نورو چارواکو په وار وار په افغانستان کې بشري مرستو ته د طا-لبانو پر لاسرسي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ترهګر دغو مرستو ته لاسرسى لري.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې دغه بانک د افغانستان د مقاومت له وجهي صندوق (اى ار ټي اېف) څخه ۲۸۰ میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) او د خوړو نړیوال پروګرام ته ولېږدول، چې تر ډېره بېړنیو روغتیايي او خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د بشري مرستو په تمویل متمرکز و.

نړیوال بانک وايي چې د دغه بانک رٸيس د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا د سوداګرۍ د پروژې (کاسا ۱۰۰۰) بیا پیلول هم تاييد کړي دي.

ياد بانک وايي چې په افغانستان کې به د دغې پروژې کارونه په محدوده توګه بیا پیل شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول ساختماني تادیات او راتلونکي عواید له افغانستان څخه بهر او د طا-لبانو له لاسوهنې پرته اداره کیږي.

د بانک په راپور کې همداراز ویل شوي چې دوی د خپلو پروژو په محور کې ښځې او نجونې ځای پر ځای کوي او ډاډ ورکوي چې د پروژې فعالیتونه به دښځو لخوا پلي کیږي.

نړیوال بانک وايي چې د ۲۰۲۲ کال له اپریل میاشتې راهیسې یې د هېواد په ۶زره۴۵۰ کلیو کې د یو میلیون کورنیو لپاره د ژوندانه او عایداتي فرصتونو د برابرولو په موخه يې د افغان ټولنې د هوساینې او معیشت پروژه پیل کړې ده.

دغه بانک زیاتوي، چې د دغو پروژو په چوکاټ کې به شاوخوا ۹،۳ میلیونه افغانان له اساسي خدمتونو لکه پاکو اوبو او بیارغاول شویو سړکونو څخه برخمن شي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په مى میاشت کې یې په افغانستان کې د «بېړني روغتیايي چمتوالي» پروژه په ټول هېواد کې له ۲زره۳۰۰ څخه زیاتو روغتیايي مرکزونو کې پیل کړې ده.

د نړیوال بانک په وينا، د دې پروژې موخه د دوه میلیونه ماشومانو په بشپړه توګه واکسین کول او د ١.٢ میلیونو مېرمنو لپاره خوندي روغتیایی مرکزونو کې زیږون کول دي.

دغه راز په دغه راپور کې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د دغه بانک د پنځو نورو پروژو د تطبیق او پلي کولو اعلان هم کړى دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طا-لبانو له بيا حاکميت وروسته افغانستان له بې ساري بشري، معيشتي، ټولنيزو، اقتصادي او سياسي بحرانونو سره مخ شوى دى.

په ورته وخت کې نړیوال هېوادونه او سازمانونه وايي چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې د طا-لبانو د تګلارې بدلول، د ټولګډونه حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کار کول او له «ترهګرو» ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا