افغانستانروستي خبرونهسیاست

افغانستان د چین او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د سلا مشورو محور دی

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خپله لیدنه اعلان کړه.

افغانستان د چین او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د سلا مشورو محور دی

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو ژیاونګ په دې وروستیو کې په خپل ټویټر کې لیکلي چې پرون یې په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
نوموړي د خپلې غونډې په اړه لیکلي: زموږ خبرې ډېرې ګټورې او هڅوونکې وې، د بشري مرستو په دوام سره د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې لپاره ګډ دریځ څرګند شو.

د يادونې وړ ده، چې د چين ځانګړي استازي تر دې مخکې هم هند ته سفر کړى و او د افغانستان په اړه يې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا