اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه بد هېواد دی

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل پر نشراتو د طا-لبانو له خوا د پرازیت د خپرولو په غبرګون ویلي، چې افغانستان د سیمې په کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی.

دغه وزارت ویلي، چې له طا-لبانو مخکې افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د سیمې په کچه مثال و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ افغانستان چې په تېرو وختونو کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې ستایل کېده، اوسمهال د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره په ډیر محدود کاري ځای بدل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ افغانستان چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د سیمې په کچه تر ټولو ښه مخینه درلود او اوس په تر ټولو بد هیواد بدل شوی دی، چې دا لوی زیان دی.

د دغه وزارت په خبره، افغانان د شاتګ له امله ډېر زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو حکومت په دې وروستیو ورځو کې د پراخ پرازیت په خپرولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل خپرونې ګډوډې کړي.

د افغانستان انټرنشنل شبکې د طا-لبانو له دغه خپور شوي پرازیت سره د مقابلې لپاره خپل نشرات په ۱۱۹۳۸ فریکونسي پیل کړی دی.

د طا-لبانو دا اقدام د رسنیو د ملاتړو ادارو له غبرګون سره مخ شوی دی او د افغانستان انټرنشنل د نشراتو د محدودولو هڅې یې غندلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا