اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

افغانستان د قطر او سویډني چارواکو ترمنځ د خبرو محور

ډید خبري اژانس: د قطر د نړیوالو همکاریو د وزیر لولوه الخاطر او د سویډن د نړیوالو پراختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر جوهان فوسل تر منځ د خبرو اترو د بحث محور افغانستان و.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا غونډه د شنبې (د جوزا ۵ مه) وشوه.

هغه وویل، «موږ د غزې، افغانستان او اوکراین په اړه ګټورې خبرې وکړې او دا چې څنګه کولای شو د بشري مرستو او پراختیا د ملاتړ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو».

لولوه الخاطر د قطر د حکومت د اوسنۍ کابینې دویمه ښځینه غړې او په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له ملاتړو څخه ده.

  تر دې مخکې یې له بهرنیو دیپلوماتانو سره په کتنو کې څو ځلې د افغان نجونو پر حق چې زده کړو ته لاسرسی درلود ټینګار کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا