افغانستان د سفر لپاره د نړۍ لسو خطرناکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو
دید خبرې آژانس: اېکناميک ټايمز افغانستان د هغو لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړى چې «لوړ خطر» لري او دغو هېوادونو ته سفر سيلانيان او ګرځندويان له «جدي خطرونو» سره مخ کوي.
که څه هم طا-لبانو پخوا ویلي وو چې په ټول هېواد کې یې «امنیت» ټينګ کړی، افغانستان ته د سیلانیانو شمېر او د هېواد له تاریخي ځایونو د هغوی لیدنې «زیاتې شوې» دي.
خو دغې خپرونې په یوه راپور کې ویلي چې «افغانستان په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد دی» او په راتلونکي کال کې باید سیلانیان هلته سفر ونه کړي.
د افغانستان ترڅنګ یمن، سوریه، جنوبي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، روسیه، اوکراین، سومالیا، سوډان او عراق په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د «لوړ خطر» لرونکي هېوادونو په ډله کې دي.
شخړې، سیاسي بې ثباتي، جرمونه او ترهګري د دغو هېوادونو له ګواښونو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان خطرناک کېدو لاملونه
د اېکنامیک ټایمز د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی، چې له روانو جګړو، سیاسي بې ثباتۍ او له سختو بشري بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی. “د طا-لبانو د بیا راژوندي کېدو په ګډون د لسیزو جګړو په هېواد کې د پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ لامل شوي دي.”
په دغه راپور کې بې وزلي، د لومړنیو خدمتونو نشتوالی، د خوراکي توکو ناخوندیتوب او د روغتیايي خدمتونو کمزوری جوړښت هغه عوامل بلل شوي، چې په هېواد کې د کړکېچ د زیاتېدو لامل ګرځېدلي دي.
اېکناميک ټایمز زیاتوي چې د «ترهګرو» ډلو شتون لکه داعش په افغانستان کې تاوتریخوالی پراخوي او د دې هېواد د خلکو ورځنی ژوند يې له «لوړ خطر» سره مخ کړى دى.
راپور کې ویل شوي، د دې خطرونو درک کول د باخبره سفر پرېکړو کولو، د شخصي خوندیتوب ډاډمنولو او په دې سیمو کې د خلکو د ننګونو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره خورا مهم دي.