اسلایدشوافغانستانمهم مطالبورزش او ځوانان

افغانستان د خپل کرېکټ د تاریخ څلورمه ټېسټ لوبه وګټله

دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن (دوشنبه، د مرغومي ۱۷) د زېمبابوې سره د لوبلړۍ د دویمې ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ کې د ۷۲ منډو په توپیر بریا خپله او د خپل کرېکټ په تاریخ کې یې د ټېسټ څلورمه بریا ثبت کړه.

د دغې سیالۍ پچه زېمبابوې وګټله او افغان لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې چې زېمبابوې هم د دې منډو په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان ۲۴۳ منډې وکړې.

دویمه پاڼۍ کې بیا افغان لوبغاړو ۳۶۳ منډې وکړې او زېمبابوې ته یې د ۲۷۷ منډو هدف ورکړ خو زېمبابوې د راشد خان د بریدګرې توپ اچونې له امله په ۲۰۵ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

افغانستان لپاره په دغه سیالۍ کې د توپوهنې په برخه کې رحمت شاه زرمتي په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹ او دویمه پاڼۍ کې ۱۳۹ منډې او عصمت عالم بیا په لومړۍ پاڼۍ کې په صفر وسوځېد خو دویمه پاڼۍ کې یې ۱۰۱ مهمې منډې وکړې.

راشد خان د دویمې لوبې په دواړو پاڼیو کې له ۱۱ وېکټو سره د لوبې غوره لوبغاړی او رحمت شاه بیا په دوو لوبو کې له ۳۹۲ منډو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه بې پایلې پایته رسېدلې وه.

افغانستان له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر دې دمه یوولس ټېسټ لوبې کړي چې له ډلې یې څلور ګټلي، شپږ یې بایللي او یوه یې بې پایلې پایته رسېدلې ده.

په زېمبابوې کې د افغان لوبدلې دا سفر له لاسته راوړنو ډک و.

تر ټېسټ لوبلړۍ وړاندې افغان لوبډلې زیمبابوې ته د درېیو شل اوریزو او درېیو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړیو کې هم ماتې ورکړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا