اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

افغانستان د ترهګرۍ ډلې سرچینه ده

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې ویلي چي دا/عش او القا/عده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندې پټنځایونه موندلی شي او دا هېواد د ترهګرۍ سرچینه ده.

دغه ډلې په یو راپور کې ویلي چې، “دا هېواد لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د خوندې ځای په توګه پېژندل کېږي”.

راپور زیاتوي چې “د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د طا-لبانو زغم، ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراختیا لار هواروي.”

په راپور کې ویل شوي، القا/عده له طا-لبانو سره له خپلو زړو اړیکو څخه په استفادې، پرمختګ ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي چې القاعده ډلې تیر کال د افغانستان په پنځو ولایتونو کې روزنیز کمپونه جوړ کړي او د خپلو شبکو د بیا تنظیم لپاره د کسانو په جلب و جذب بوخته ده.

طا-لبانو د ملګروملتونو د څار ډلې د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په ځلونو ویلي وو چې، دا/عش ډ‌له يې ځپلې او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې له لوري د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا