افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي سفر
دید خبری آژانس د خبر له مخې: د ملګروملتونو ځانګړی همغږی کوونکی له خپلې ټاکل کی څو میاشتې وروسته کابل ته راغلی او له طا-لب چارواکو سره یې وکتل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو کابل ته په خپل لومړي سفر کې د طا-لبانو د موقت حکومت د اقتصاد له سرپرست دین محمد حنیف سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د طا-لبانو د اقتصاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: په دې کتنه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د پراختیایي پروګرامونو د تمرکز په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
حنیف له سینیرلی اوغلو وغوښتل چې بندیزونه لیرې کړي او له ملګرو ملتونو څخه د هېواد د بهرنیو اسعارو سرمایه وباسي او ویې ویل: د هېواد له اقتصادي وضعیت څخه باید سیاسي استفاده ونه شي.
د دغه وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي ویلي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر به د بشري مرستو او ملاتړ د خبرو او تفاهم په برخه کې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.