افغانستانروستي خبرونه

 افغانستان ته د امریکايي عسکرو رالېږل جګړه اوږدوي

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي افغانستان ته د لا ډېرو امریکايي عسکرو رالېږل جګړه اوږدوي.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې افغانستان ته د لا ډېرو امریکایي سرتېرو له رالېږلو سره مخالفت وښود او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو لپاره د امریکا هڅه وبلله.

د ولسي جرګې غړي وايي، په افغانستان او سیمه کې یوه ستره لوبه روانه ده او په دې منځ کې د ملي وحدت حکومت د امریکايي لوبو پر وړاندې پټه خوله دی.

د ولسي جرګې غړي مولوي رحمن پر حکومت او ولسي جرګې  غږ وکړ، چې له امریکا سره دې پر شته امنیتي او ستراتيژيک تړون له سره کتنه وکړي او د افغانستان د ژغورلو لپاره دې دغه تړون لغوه کړي.

د نوموړي په وینا امریکا په سیمه کې لویې لوبې پر مخ وړي، خو په دې منځ کې افغانان ددغو لوبو قرباني دي. هغه په سپېڅلو ځایونو کې بریدونه او چاودنې هم د امریکا ددغو پلانونو برخه وبلله او په وینا یې دوی غواړي افغانان په بېلو نومونو پخپلو کې سره وجنګوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا