افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

افغانستان به د تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې ترکمنستان او له اروپا سره ونښلول شي

ولسمشر اشرف غني وايي چې ډېر ژر به افغانستان د تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې ترکمنستان سره وصل شي او د سوداګرو محصولات به په اوو ورځو کې تر اروپا ورسېږي.
له ارګ څخه د چنګاښ په ٢٣مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون مازيګر، د کندهار ولایت له یو شمېر صنعتکارانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
سرچينې زياته کړې، دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، لومړی د نورو په استازیتوب، فضل الحق موشکاڼي، حاجي محمد قسیم، حاجي محمد اکبر او حاجي علي احمد خبرې وکړې، د صنعت او اقتصاد په وده کې یې د جمهور رئیس هڅې وستایلي.
دوی وویل، د پخوا په پرتله په تېرو دوو کلونو کې د کندهار په صنعتي پارک کې لوی بدلون راغلی او یوازې په تېر یو کال کې د ۷۵میلیون ډالرو په شاوخوا کې نوې پانګونه شوې ده او ډېرې هغه فابریکې چې بندې وې بیا فعالې شوې دي.
د کندهار ولایت د صنعت کارانو استازو وویل، که دوی ته دایمي برېښنا چمتو شي دا پانګونه په کال کې تر زر میلیون ډالرو رسېدای شي. دوی د خپلو فعالیتونو پر وړاندې د برېښنا کموالی، د دولتي خدماتو لکه د اطفایې، سړکونو، کانالیزاسیون او د متخصصانو نشتوالی لویه ستونزه یاده کړه او تر څنګ یې د کندهار د نساجۍ د پخوانۍ فابریکې د بیا فعالولو وړاندیز وکړ.
ولسمشر محمداشرف غني له صنعتکارانو مننه وکړه چې خپلې خاورې او خلکو سره د مینې په خاطر یې په خپل وطن کې پانګونه کړې ده.
هغه اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې  ژر دې په هلمند کې پانګوالو ته ځمکه ژر ووېشل شي او کندهار کې دې د نوي صنعتي پارک د جوړولو امکانات وسنجوي .
دغه راز ولسمشر د کندهار د نساجۍ فابریکې د بیا فعالولو په خاطر  له  هغوى څخه مشخصه طرحه وغوښته چې معلومه شي دا فابریکه په کومو شرایطو بیا فعاله شي.
محمد اشرف غني وویل، هر څومره چې صنعت وده کوي هغومره ورسره واردات کمېږي او له صنعتکارانو څخه یې وغوښتل چې اوس قانون کې بدلون راغلی دی، دوى خپله کولی شي له منظمې طرحې او پانګې سره راشي او د برېښنا په سکتور پانګونه وکړي.
ولسمشر صنعتکارانو ته په خطاب کې وویل : ((هند سره د هوايي دهلېز په پرانیستو سره اوس تاسې یوازې په سپین بولدک متکي نه یاست . د خپلو تولیداتو کیفیت ښه کړی او ډېر ژر به د تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې ترکمنستان سره وصل شي او ستاسو محصولات به په اوو ورځو کې تر اروپا ورسېږي.))
هغه زياته کړه، کندهار ته د برېښنا د انتقال بهیر خپله څاري او په دې برخه کې هېڅ ډول خنډ ورته د منلو نه دی.
ولسمشر وايي، د کجکي بند د برېښنا د ظرفیت په لوړولو او په سولر برېښنا کار روان دی او له ترکمنستان څخه هم برېښنا را روانه ده.
هغه اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې دغه صنعتي پارک ته له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې د ډېزلي برېښنا د چمتو کولو لګښت وسنجوي، تر څو یې په اړه وروسته ګامونه پورته شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کندهار ولايت کې لسګونو وکيلانو، ځايي چارواکو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې له نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ پر اصلاحاتو ټينګار وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا