د اووم د ثور له کودتا او د شوروي له یرغله چې راتېر شو،د مجاهدینو حکومت ته رارسو، کورنۍ جګړې او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې لپاره زمینه چمتو شوه. هر جهادي تنظیم له بهره مالي او تسلیحاتي ملاتړ کېده او د سیمې او ګاونډیو دا سخاوتمندانه مرستې په افغانستان کې د جګړې د تداوم لامل شو او د افغانستان اداري او حکومتي سیستم یې په بشپړه توګه له منځه یووړ. که څه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د کمونستي حکومت تر ړنګېدو روسته، د افغانستان په چارو کې ښکېل هېوادونه په ښکاره ډول په سیاسي او پوځي چارو کې لاسوهنه کوله او غوښتل یې چې په ځان پورې د تړلیو تنظیمونو له لارې خپلو موخو ته ورسي .
د طالبانو د واکمنۍ پای ته رسېدل د هېواد د معاصر تاریخ د عطف یو ټکی دی . چې په دې وخت کې نړیواله ټولنه په افغانستان خراب وضعیت ته ورمتوجه شوه او د ناټو په پوځي حمله طالبان له واکه لرې کړای شول او په هېواد کې نوی حکومت جوړ شو . په دې دوره کې د جمهوري اسلامي ایران او د عربستان د شاهي هېواد ترمنځ خورا استراتیژیکې سیالۍ رامنځ ته شوې او هر یوه د خپل نفوذ لپاره له سیاسي مرستو او ډيپلوماټیکو تکتیکونو کار واخستل .
په منځني ختيځ کې ایران او عربستان دوه پخواني سیالان دي . ایران د تشیع اسلام مشري کوي او عربستان وايي چې زه د سني اسلام مشر یم.
دواړه هېوادونه غواړي په افغانستان کې ډېر نفوذ ولري؛ خو پوښتنه داده، چې ولې هر یو د په ډېر نفوذ پسې دي؟ ایران د جمهوري اسلامي نظام د رامنځ ته کېدو له پیله تر اوسه پورې په نړۍ او سیمه کې یوه استراتژي درلوده او هغه هم د جمهوري اسلامي نظام د نسخې صادرول نورو هېوادونو ته او له غربي هېوادنو او په تېره له امریکا سره مخالفت .
ایران کوښښ کړی، چې له شیعه ډلو په ملاتړ په سیمه کې ډېر متحدان ولري، چې د عربستان پر وړاندې یو پیاوړی صف رامنځ ه کړي، چې په بهرنی سیاست کې په سیمه کې د غرب متحد دی .بلخوا سعودي عربستان د جمهوری اسلامي نظام د نسخې شتون د ځان او متحدانو لپاره یې د خپلو ګټو په ټکر کې ويني او په سیمه کې یې چې څومره له لاسه کېږي، ایرن ضعیفه کوي .
خو په افغانستان کې دواړه هېوادونه خورا نفوذ لري. ایران د افغانستان له یوې برخې خلکو سره مذهبي اشتراک لري او له بلې سترې کتلې سره فرهنګي او زباني اشتراک لري او ایران له دې ټکي تل د خپلو ګټو لپاره ګټنه کړې ده او د عربستان د تضعیف لپاره یې ترې کار اخستی دی .
بلخوا عربستان هم په هېواد کې تندرو سني ډلو باندې نفوذ لري او داسې برداشت کېږي، چې د سیاست په ډګر کې د استراتیژیک نفوذ له پلوه عربستان په افغانستان کې د ایران په پرتله بریالی دی . ځکه عربستان وکولای شو، چې پر یمن د حملې به ایتلاف کې د افغانستان حکومت ملاتړ تر لاسه کړي .
په افغانستان کې د عربستان او ایران د جګړې روستۍ پېښه د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د مصر او عربستان د هېوادونو د سفیرانو کتنه وه، چې غوښتنه یې دا وه ، چې د قطر پر وړاندې دې د عربستان له موقفه ملاتړ وکړي .دې غوښتنې په ایراني رسنیو کې خورا بازتاب درلود؛ خو ایراني چارواکیو پرې لا غبرګون ښودلی نه دی او بېشکه چې ایران به د تلافۍ په تکل کې وي .
ظاهر شکوهمند- خبرگزاری دید