اشرف غني طالبانو ته: له خپل ځان، اسلام او ملت سره سوله وکړئ!
ډید خبري اژانس: د هېواد فراری ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طا-لبانو پر سیاستونو نیوکه کړې او سپارښتنه یې کړې چې نور د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره له وینو او تاوتریخوالی نه کار واخلو.
په دغه پیغام کې اشرف غني ویلي چې پرله پسې وینې او تاوتریخوالي زموږ اجتماعي روحیه زیانمنه کړې ده.
غني وویل، د دې وخت را رسېدلی چې موږ ټول د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره له تاوتریخوالي څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل رد کړو.
غني د طا-لبانو تګلارو ته په اشارې سره لیکلي: د باثباته امنیت انتقال یوه ملي هیله ده او که له اوسنیو هدفي واقعیتونو سره سره دا کار ترسره نه شي، د پایلو مسوولیت به د دغې ډلې د مشرانو پر غاړه وي.
هغه وړاندیز وکړ: طا-لبان باید لومړی له خپلو ځانونو سره سوله وکړي، دویم د اسلام له سپیڅلي دین سره چې له تاوتریخوالي سره مخالف دی او بیا له افغان ملت سره.
هغه د خلکو رایه مشروعیت ته د رسېدو لاره ګڼلې ده.
د هېواد فراری ولسمشر د اختر په خپل وروستي پیغام کې د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې د ده په باور د «ګټونکو» له خوا د «یو واحد افغانستان له منځه وړل» او د اجباري مهاجرتونو پایله ده.
باید وویل شي، چې اشرف غني د طا-لبانو پر وړاندې د ودرېدو له ادعاوو سره سره د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.