اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

اشرف غني: د پولیسو، ښوونځیو او د پوهنې وزارت د ښوونکو پر کره شمېر نه وم خبر

دید خبرې آژانس: د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، تېر حکومت تر وروستۍ شېبې د پولیسو، ښوونځیو او د پوهنې وزارت د ښوونکو پر کره شمېر نه پوهېده.

اشرف غني امریکا او ملګري ملتونه تورنوي چې د دولتي ادارو «د ډیجیټل کېدو مخه یې نیولې وه» او دا په حکومتي چارو کې د فساد اصلي لامل و.

اشرف غني له وتلي افغان خبریال داود جنبش سره د خبرو اترو په ۱۷مه لړۍ کې د افغانستان په اړه وویل، چې امریکا د امنیتي بنسټونو د سیسټم د کمپیوټري کولو لپاره یو میلیارد ډالر ځانګړي کړي و، خو تر وروستۍ شېبې دغه نظام د کاغذ پر مخ ولاړ و.

پخواني ولسمشر زیاته کړه: “موږ تر پایه نه پوهېدو چې په کورنیو چارو وزارت کې څومره پولیس شته.”

نوموړي په امنیتي ادارو کې د پراخ فساد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ډېر لګښتونه وشول، خو پیسې د دفاع وزارت او د امریکا د نړیوالو مرستو د دفتر د قراردادیانو جیبونو ته ولاړې.

پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې امریکايي ځواکونو هر کال د سرتېرو د کره شمېر د معلومولو ژمنه وکړه، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې دا کار ونه شو.

غني هم د “خیالي ښوونکو” او “خیالي ښوونځیو” شتون تایید کړ. هغه وويل، چې د پوهنې وزارت د کارکوونکو او ښوونځيو شمېر له هغو کسانو سره توپير لري، چې معاشونه يې ترلاسه کړي دي.

غني پر ملګرو ملتونو هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ټاکنو د ډیجیټل کېدو مخه نیولې وه.

پخواني ولسمشر وویل، چې په ۲۰۰۲ کال کې دوی ملګرو ملتونو ته د ټاکنو د الکترونیکي کېدو وړاندیز وکړ، خو ملګرو ملتونو دا کار رد کړ او تل یې ټاکنې په دودیز ډول ترسره کړې او دا کار د نورو ستونزو لامل شو.

ښاغلي غني وویل چې د ملګرو ملتونو مخنیوی او بې اغېزې اقدامات د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته د سیاسي کړکېچ لامل شول.

هغه وويل، چې له افغانستان څخه يې د ملګرو ملتونو د اېستلو پرېکړه یې کړې وه، خو ملګرو ملتونو جګړه ماران وهڅول او هغه يې د بهرنيانو د مخالفې څېرې په توګه معرفي کړ.

پخواني ولسمشر ادعا وکړه، چې که طا-لبان واک ته نه وای رسېدلي، حکومت به په دوو اونیو کې ډیجیټل شوی وای.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا