اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

اسیا ټایمز: د افغانستان دوه سلنه خاوره د طا-لبانو له لاسه وتلې ده

دید خبرې آژانس: اسیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان له اوسني وضعیت داسې بریښي چې طا-لبانو د دغه هیواد دوه سلنه خاوره له لاسه ورکړې. د دې ورځپاڼې په وینا طا-لبان دا مهال د دوی له څو مخالفو جبهو او دا/عش سره په جګړه بوخت دي.

اسیا ټایمز ورځپاڼه په دغه راپور کې زیاتوي چې د طا-لبانو د استخباراتو له خوا ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې دا/عش ډلې د طا-لبانو تر واک لاندې وزارتونو کې اغېز کړی او د روان کال په جولای میاشت کې یې د طا-لبانو د استخباراتو ۲۰ غړي له دا/عش سره د تړاو په تور نیولي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې طا-لبان د دا/عش وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او داعش ډله ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.

طا-لبانو تر اوسه پورې د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو په حواله ویلي چې داعش ډله له طا-لبانو جلا شوي غړي په خپلو لیکو کې ګوماري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې ګومان کېږي د کابل ښار د پامیر سینما په سیمه کې د لیلامي په بازار کې وروستۍ چاودنه هم د دا/عش د خراسان څانګې کار وي.

ورځپاڼې د طا-لبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د دا/عش وسله والې ډلې له خوا خونړیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې طا-لبان په افغانستان کې د هغه ډول ثبات او امنیت په برابرولو کې پاتې راغلي چې دوی یې د واک ته له رسیدو وروسته ژمنه کړې وه.

له بلې خوا په دغه راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د طا-لبانو په وړاندې وسله وال مخالفت په زياتيدو دى او د طا-لبانو مخالف وسله وال د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې د طا-لبانو په غړو د بريدونو د ترسره کولو جرات لري.

سیاسي شنونکي وايي، د طالبانو له کړنو نه یوازې دا چې ولسي وګړي تر پوزې راغلي بلکې د دوی خپل غړي هم په ادارو کې د خپلوئ او پراخ فساد له امله د دوی له لیکو وځي.

د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال نجیب ننګیال وايي: «دا یوه استخباراتي ډله ده چې د ځانګړو چارو د ترسره کولو لپاره پر افغانانو تپل شوې، پردیو استخباراتو ته کار کوي، فساد، د خپلوۍ پالل او ورته خبرې ورته عادي دي، ځکه چې دوی د انسانانو په وینو سوداګري کوي نو دا نورې ورته عادي خبرې ښکاري، تاسې به اوریدلي وي چې د دوی قوماندانانو لا له دوی لاره بیله کړې او پر دوی نیوکې کوي چې د خدای لاره یې پریښي او په نورو سر دي.»

اسيا ټايمز وايي، چې يوازې په تېرو دوو اوونيو کې د ازادۍ جبهې په اوو ولايتونو کې پر طا-لبانو تر ١٥ ډېر بريدونه کړي، چې تر ټولو ډېر يې په فارياب ولايت کې د طا-لبانو پر يوه مرکز او د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې د توغنديو بريد وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا