اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

اسماعیل هنیه: حماس په غزه کې د امریکا طرحه د اوربند لپاره مني

دید خبرې آژانس: د حماس غورځنګ سیاسي مشر، اسماعیل هنیه وایي، د حماس غوښتنې په غزه کې اوربند لپاره د امریکا له لوري د چمتو شوې طرحې سره مطابقت لري.

اسماعیل هنیه دغه څرګندونې د اختر په مناسبت پېغام کې کړي دي.

اسماعیل هنیه زیاته کړې: « حماس او فلسطیني ډلې د اوربند، له غزې شاته تګ، د ویجاړو شویو ځایونو رغولو او د تبادلې یوې بشپړې ټولیزې هوکړې ته چمتو دي.»

د روان زېږیز کال د مې په ۳۱مه د امریکا ولسمشر، جوبایډن غزه کې د جګړې پایته رسولو لپاره طرحه وړاندې کړه چې د بشپړ اوربند او بندیانو د تبادلې په ګډون درې پړاوونه لري.

د جون په ۱۱مه بیا مصر او قطر چې د حماس او اسراییلو ترمنځ منځګړیتوب کوي، و ویل چې د اوربند د دغې طرحې په اړه یې د حماس له لوري ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د اسماعیل هنیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې اسراییل ویلي و چې حماس د اوربند په طرحه کې د عمده عناصرو بدلون غواړي خو د حماس یو لوړپوړي غړي بیا رویټرز ته ویلي چې د دوی له لوري وړاندیز شوي بدلونونه “ناڅیزه” دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا