اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

اسماعیل خان : اوسني نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی 

محمد اسماعیل خان د هېواد په لویدیځ کې یو له جهادي رهبرانو ځنې وايي، چې اوسني نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

هغه د لویې جرګې د جوړېدو او یا تر وخته مخکې د ټاکنو غوښتونکی شو .

د دید خبرګرزارۍ د ګزارش له مخې، محمد اسماعیل خان د هېواد په لویدیځ کې یو له جهادي رهبرانو، پرون مازیګر په یوه مطبوعاتي غونډه کې ویلي دي، اوسني نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی  او باید لویه جرګه او یا تر وخته مخکې ټاکنې وشي.

ښاغلي اسماعیل خان د کابل خلکو د روستیو مظاهرو ملاتړ کړی دی او وایي، چې په اوسني حالت کې افغانستان په یوه زندان بدل شوی دی او دولت باید له دې بحرانه یوه وتلار ومومي .

دې جهادي مشر په خپلو ویناوو کې له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د ناکاره حکومت پر ځای دې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي .

هغه ویلي، چې اوسنی حکومت د امریکا او نړیوالې ټولنې له ۱۷ کلنې لاس ته راوړنو ساتنه کولای نشي .

ښاغلي اسماعیل ویلي، چې په دې درېیو روستیو میاشیتو کې په امنیتي چارواکيو کې خورا بدلونه راغلي؛ خو کومه ګټه یې نه درلوده.

هغه وویل، چې کله یو امنیتي چارواکی د ضعف له کبله بدلېږي، باید تر پوښتنې لاندې راوړل شي؛ خو ددفاع وزیر ددې پر ځای چې پوښتنه ترې وشي،سفیر شو.

محمد اسماعیل خان د افغانستان خلک، یووالي ته راوبلل او و یې ویل : ولس دې له قومي مسایلو لاس پر سر شي؛ ځکه ځینې ترې ناوړګټنه کوي او کوښښ کوي، چې په خلکو کې درز واچوي.

دې جهادي مشر د خبرو په پای کې بهرنیان د افغانستان په جګړه کې ښکېل وګڼل .

هغه ټینګار وکړ، چې څرګنده ده، چې جګړه په افغانستان کې د بهرنیانو په ملاتړ روانه ده؛ ګنې نو یوه جګړه هم په افغانستان کې بې له بهرني ملاتړه دوام موندای نشي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا