اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

اسلام اباد په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې شونو ته د نړۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکا له لوري پاتې شویو وسلو ته د نړۍ د پام اړولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه وسلې اوس د ترهګرو لاس ته ورغلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغه هیواد په چترال سیمه باندې د تحریک طا-لبان پاکستان وروستیو حملو ته په اشارې سره وویل چې په دې اړه یې خپلې اندیښنې له طا-لبانو سره شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړه: موږ څوک ملامت نه کوو، خو په افغانستان کې پاتې وسلې د نړیوالو پام ته اړتیا لري ځکه چې اوس د ترهګرو ډلو لاس ته لوېدلې ده.

تر دې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر سرپرست انوارالحق کارګر هم ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا له خوا پاتې شوې وسلې د ترهګرو ډلو په لاس کې دي او دې مسلې د پاکستان لپاره نوې ستونزه رامنځ ته کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پاکستان د موقت لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې داسې پوځي تجهیزات نه دي پریښي، چې ترهګر ترې ګټه پورته کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه، هغه تجهیزات چې په اړه یې خبرې کېږي، د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي څو د خپل هېواد امنیت تامین کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا