اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقینړۍ

اسلام اباد: د سعودي د پلاوي د سفر موخه د میلیاردونو پانګونه ده

ډید خبري اژانس: د پاکستان د سوداګرۍ وزیر کمال خان ویلي، د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ د سعودي د لوړ پوړي پلاوي د سفر موخه په بېلابېلو برخو کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه ده.

د جيو ټي وي د راپور له مخې د سعودي د بهرنيو چارو وزير د يوه تجارتي پلاوي په مشرۍ پرون راولپنډۍ ته ورسېد.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وايي، د سعودي د پلاوي دوه ورځنی سفر د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د پرمختګ په پام کې نیولو سره مثبت دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د بن فرحان له راتګ وروسته په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د دغه سفر موخه د دوه اړخیزو همکاریو او دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د مثبتې هڅونې رامنځته کول دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دا سفر د روانې میاشتې په لومړیو کې عربستان ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د سفر په دوام دی، ځکه چې دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې په پاکستان کې د سعودی عربستان د ۵ ملیارد ډالرو پانګونې کڅوړې لومړۍ څپه چټکه کړی.

د بله پلوه د سعودي عربستان ولیعهد به د مۍ په میاشت کې د پاکستان دوره کوي او په بیلابیلو سکتورونو کې به د پانګونې په برخه کې مهم تړونونه لاسلیک کړي.

ټاکل شوې چې بن فرحان به په دغه سفر کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف، ولسمشر اصف علي زرداري او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره وګوري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا