دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت په جمو او کشمیر کې پر سيلانیانو برید د غندنې وړ بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.
په اعلاميه کې همدارنګه ویل شوي، چې دغه ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د یادونې وړ ده، چې د هند تر کنټرول لاندې د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې نامالومو وسلوالو پرون پر سیلانیانو برید وکړ، چې له کبله یې د راپورونو له مخې ۲۶ سیلانیان وژل شوي دي.