اسلامي امارت: د افغان استازي له حضور پرته د امنیت شورا غونډې بېپایلې دي
دید خبرې آژانس: اسلامي امارت، د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه یو اړخیزه او بې پایلې بولي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، تر هغې چې، د خپلو حقونو او مشروع غوښتنو د دفاع لپاره په دغه ډول غونډو کې د سرپرست حکومت پلاوی حضور ونه لري. دا ډول غونډې به بې پایلې وي.
ښاغلی فطرت وايي:«د امنیت شورا دغه ډول ناستې، څو ځلې پخوا هم ترسره شوې دي؛ خو هر ځل دا ناستې بېپایلې وې، تر هغې چې، د افغانستان پر اړوند په ټولو ناستو کې، افغانستان حضور ونهلري او د خپلو مشروع حقونو او غوښتنو د دفاع حق ونهلري؛ نو طبیعي ده چې، دا ډول ناستې یو طرفه دي او اغېزمنتیا نهلري.»
له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د هوسا افغانستان، په نړۍواله ټولنه کې د بشپړ ادغام او له نړۍوالو سره د کړو ژمنو د عملي کولو لپاره د یوې سیاسي حل لارې د نقشې پر جوړولو ټینګار کړی دی.
دغې شورا په یوې اعلامیې کې چې، اوس اوس خپره شوې ویلي، د افغانستان په اړه د دغې شورا په وروستۍ غونډه کې، غړو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو او همداراز له طبي زدهکړو د نجونو د منع کېدو په تړاو خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړي او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې، دغه ډول محدودیتونه لغوه کړي.