اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

اسلامي امارت استازی به په نږدې راتلونکي کې مسکو ته رسمي سفير وليږي

افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د روسیې فدراسیون له وروستي اقدام مننه وکړه، چې په ترڅ کې یې د (طالبانو غورځنګ) نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، په روسیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړ.

نوموړي همدارنګه د روسیې له فدراسیون څخه مننه کړې، چې په مسکو کې د سفیر په کچه د افغانستان اسلامي امارت ډیپلومات مني.

د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې د مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دغه کتنه کې چې هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل ترڅو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.

کابلوف زیاته کړې، چې د راروانې مې میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمیسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.

هغه د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button