اسلایدشومهم مطالبنړۍ

اسراییل له حزب الله سره د اوربند وړاندیز رد کړ

دید خبرې آژانس: اسراییل تېره ورځ (پنجشنبه) له حزب الله سره د اوربند نړۍوال وړاندیز رد کړل.

رویټرز راپور ورکړی چې د اسراییل او لبنان په پوله کې دغه ۲۱ورځني اوربند د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې او اتو نورو هېوادونو له لوري وړاندیز شوی و.

ورته مهال د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د اسراییلۍ جنګي الوتکې په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

د لبنان روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، پنجشنبې د اسراییل په بریدونو کې ټولټال ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او له دوشنبې راهیسې ۶۰۰ تنه وژل شوي دي.

حزب الله بیا اعلان کړی چې دغو بریدونو کې یې د هوایي ځواک یو غړی محمد سرور هم وژل شوی دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چې د ملګرو ملتونو په ۷۹مې سرمشریزه کې د وینا په موخه نیویارک ته تللی، ویلي، تر هغو چې د اسراییل د شمالي سیمو اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته ستانه نشي، په خبره یې، اسراییلي ځواکونه به په خپل ټول توان سره د حزب الله مرکزونه په نښه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا