اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اسراییل د حزب الله د وسلو یوه ډیپو په نښه کړه

دید خبرې آژانس: د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د لبنان په ختیځ کې د بيقاع دره کې یې د حزب الله د وسلو یوه ډیپو په نښه کړې ده.

دوو امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې په برید کې څوک وژل شوي نه دي؛ خو ۸ تنه ټپیان شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دې بريد کې د دغه هېواد ۶ اتباع او دوه سوریايي ماشومان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «له دغو بریدونو وروسته، ورپسې چاودنو په اغېزمن شویو تاسیساتو کې د زیات شمېر وسلو شتون په ډاګه کړ.»

د وسلو په دې ډیپو باندې له برید وروسته، د لبنان د کرنې د علمي څېړنو څانګې اعلان وکړ چې دوی به د بيقاع په سیمه کې خپل څېړنيزې دستګاووې  د احتیاطي اقدام په توګه وتړي. ځکه چې ناچاوده توغندي ورته نږدې شوي دي.

په ورته وخت کې، د لبنان حزب الله اعلان کړی چې د دې هېواد په شمال کې یې د اسرایلي پوځ پر پوستو باندې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو د چاودېدونکو توکو« یوځای او متقابل برید»کړی دی.

د لبنان حزب الله وايي، د اسرائیلي پوځ دوه پوستې یې په ورته وخت کې په نښه کړي دي، یو له دغو بریدونو څخه یوه یې پولې ته څېرمه په یوه پوځي اډه او بله یې د عکا ساحلي ښار ته څېرمه په یوه اډه ترسره شوى دى.

د لبنان حزب الله زیاته کړې، چې دا عملیات يې د لبنان په سویل کې د صور په سیمه کې د اسراییلو د «برید او ترور» په غبرګون کې کړى او «چاودېدونکي ډرون» په کې کارول شوي.

حزب الله او اسرائيل د اکټوبر د ٧مې پر اسراٸیلو باندې د حماس د بريد او په غزه کې د جګړې له پيل راهیسې، په دوامداره توګه د پولې په اوږدو پر يو بل متبادلې ډزې کوي.

د د فرانسې د آژانس د موندنو له مخې، د ډزو په دې تبادله کې په لبنان کې شاوخوا ٥٨٤ کسان وژل شوي چې ډیری یې د حزب الله ځواکونه وو. خو د دوی په منځ کې لږ تر لږه ۱۲۸ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ د شمېرو له مخې، د حزب الله د بریدونو په پایله کې ۲۲ پوځیان او ۲۶ ملکیان وژل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا