اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

اسحاق ډار: پاکستاني طا-لبان په افغانستان کې دی

دید خبرې آژانس: اسحاق ډار، د پاکستان د بهرنیو چارو ویلي دي چې تحریک طا-لبان پاکستان( ټي ټي پي) دا مهال په افغانستان کې دی.

طا-لبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو د غړو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له دغې ډلې ملاتړ نه کوي.

خو ښاغلي ډار د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خپل سل ورځني کار په راپور کې وویل: «موږ غواړو چې پاکستاني طا-لبان له افغانستانه وایستل شي.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال همدا راز ویلي چې پاکستان « له کابل سره ښې اړیکې غواړي».

هغه د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په خبرو کې افغانستان «ورور هېواد» بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان ګاونډیان « نه بدلېدونکي دي».

هغه په ​​داسو او په دغه هیواد کې پر چینايي وګړو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې ټي ټي پي  غواړي له چین سره د پاکستان اړیکې خرابې کړي.

اسحاق ډار وايي «چین د امنیت په اړه ډیر حساس دی؛ چین روښانه دریځ لري چې نشي کولی خپل وګړي هغه ځایونو ته  چې امنیتي ستونزې پکې موجودي وي، ولېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو له خوا پر بېلابېلو هدفونو بریدونو  زیاتوالى موندلى دی.

د دغو بریدونو زیاتره پړه د تحریک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اچول کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا