اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

استرالیا له افغانستان سره ۱.۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه

دید خبرې آژانس: استرالیا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر اېکس ویلي، چې دا مرستې به سږ کال د اړمنو کسانو د درملنې لپاره ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، د هېواد ډېری اتباع نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل پخواني راپور کې ويلي چې د ٢٠٢۴ تر ډسمبره پورې په هېواد کې اړمنو خلکو ته د مرستې کڅوړو چمتو کولو لپاره ٦١٧ ميلیونه ډالرو «بېړنۍ» بودجې ته اړتیا لري.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو سږ کال د طالبانو له خوا د محدودیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړې دي.

دغه سازمان ویلي دي چې د دغو مرستو په کمېدو سره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ شوي او دا مسٸله به په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا