اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

استرالیا د خپلو یو شمېر قوماندانانو مډالونه لغوه کړل

دید خبرې آژانس: د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلز د پنجشنبې په ورځ په پارلمان کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جنګي جناياتونو په تور د استرالیا د پوځ د یو شمېر قوماندانانو مډالونه لغوه شوي دي.

د اسوشيټیډ پرېس د راپور پر بنسټ، ښاغلي مارلز د اسټرالیا پارلمان ته وویل، «هغه ادعاوې چې د برېټن د راپور موضوع ده، یقینا زموږ په تاریخ کې د استرالیا د جنګي جرمونو تر ټولو جدي تورونه دي.»

د يادولو وړ ده، چې پل برېټن په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جرمونو په اړه په خپلو څېړنو کې د اسټرالیا د پوځ قوماندانان د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د استرالیا د ځانګړو ځواکونو په ناوړه چلند تورن کړل.

د ښاغلي برېټن په وینا، د ۳۹ افغانانو په ناقانونه وژنه کې د اسټرالیا د ځانګړو هوايي خدماتو شاوخوا ۲۵ کومنډويي سرتېري لاس لري.

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې د استرالیا د دفاع وزیر د استرالیا د پوځ قوماندانانو ته د ادعا شویو جنګي جرمونو په موده کې د هغوی د خدمتونو د مډالونو په اړه هم لیکلي دي.

ریچارډ مارلز د محرمیت د اندېښنو له امله په پارلمان کې د دغو کسانو او قوماندانانو شمېر څرګند نه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسټراليا د ځانګړو هوايي خدمتونو د ټولنې مشر مارتين هيملټن سمېت د مډالونو لرې کول په افغانستان کې د اسټراليايي سرتېرو له «زړورتيا او قربانۍ سره خيانت» بللى دى.

هغه په ​​یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د حکومت دا پرېکړه د بې بنسټه ادعاوو پر بنسټ د جګړې په ډګر کې د دغو ځوانو افسرانو زړورتیا له پامه غورځوي. په لرې پراته کلي کې داسې نه لیدل کیږي چې د دغو نامعلومو قوماندانانو لپاره د دوی تر څارنې لاندې کوم غیر قانوني عمل شوی وي.»

خو د استرالیا د دفاع وزیر تر دې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړې وه چې دغه مډالونه د استرالیا د ځواکونو د افسرانو د تېروتنې له امله نه دي لغوه شوي.

هغه خبریالانو ته ويلي:«هیڅ څوک دا نه  وايي چې څه پېښېدل دوى پرې خبر وو، او یا یې عمل نه کاوه.” موضوع دا نه ده. ستونزه دا ده چې کله تاسو یو واحد ته امر کوئ، تاسو به ډېری وختونه د هغه کار لپاره ګټې او ستاینه ترلاسه کوٸ چې واحد یې کوي.

پرته له دې چې تاسو په شخصي توګه په لومړۍ لیکه کې یاست او په تناسب، تاسو د دې واحد مسؤلیت منئ. که پوهېداى څه پېښ شوي، آیا مډالونه به ورکړل شوى وى؟»

په همدې حال کې د اپوزیسیون وکیل اندریو هستي چې په ۲۰۱۳ کال کې یې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو قومنداني په اېس آى اېس کې د قومندان په توګه مسٶليت پر غاړه درلود، وویل چې د استرالیا سیاسي مشران او پوځي رتبه هم باید د جنګي سلسله مراتب سره يې هم بايد د جنګي جنايتونو په اړه حساب وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د استرالیا یوې محکمې حکم کړی و، که د دفاع وزارت یې تصویب کړي، د استرالیا حکومت به اړ وي چې په افغانستان کې د جګړې قربانیانو ته تاوان ورکړي.

خو په پلان کې راغلي چې د استرالیا د ځواکونو له خوا د ترسره شوي جنګي جنایت قرباني باید د یوې ترهګرې ډلې غړی نه وي او یا ورسره کوم تړاو نه لري.

آسټرالیا د خسارې د تادیې لپاره بل شرط دا اېښی دی چې د قرباني یا د کورنۍ غړي یې بايد شکايت ثبت کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا