اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ازبېکستان د افغانستان په تړاو د نړۍ پر ناغېړۍ نیوکه وکړه

دید خبرې آژانس: د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په ۷۹یمې عمومي غونډه کې پر هغه څه چې، د افغانستان په تړاو د نړۍوالو کم کارۍ ګڼي نیوکې وکړې.

د هغه په وینا، افغانستان د مرکزي اسیا یو نه بېلېدونکی جز دی او ازبېکستان هم د افغانستان پر وړاندې فعاله پالیسي لري.

بختیار سعیدوف د افغانستان د ستونزو په هواري کې د نړیوالې ټولنې پر کم کارۍ نیوکه وکړه او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول مهم وباله.

بختیار سعیدوف دغه راز  ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان پر وړاندې فعالانه سیاست پر مخ وړي.

 ښاغلي سعیدوف و ویل: د سیمې د ټیکاو او پایېدونکي پرمختګ د تضمین کلي د افغانستان ستونزو ته په رسېده ګي کې ده. افغانستان د منځنۍ آسیا نه بېلېدونکې برخه ده.

 له بده مرغه، نړۍوالې ټولنې هغه اقدامات نه دي کړي چې د دغه هېواد د ستونزمن وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي. ازبیکستان د افغانستان په تړاو فعالانه سیاست تعقیبوي.»

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دغه راز وایي چې هېواد یې هڅه کوي د افغان-ټرانس په پروژې باندې په پانګونې او د ترمز د سوداګریز مرکز په جوړولو سره نړۍوالو بندرونو ته د افغاستان د لاسرسي زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د افغان – ټرانس د رېل پټلۍ د جوړېدو لپاره د یوې مهمې پروژې د پلي کولو په حال کې یو، چې نړۍوالو بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابروي او زموږ د لوېدیځې سیمې پر اقتصادي پرمختګ به مثبت اغېز ولري. موږ به د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او د دغه هېواد د ټرانسپورټ او انرژۍ د بیخ بناوو د پراختیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

د ګیانا ولسمشر، عرفان علي هم و ویل: «دا اسامبله باید دغه راز د طالبانو لخوا د افغانستان د ښځو او نجونو د دوامدارې ځورونې او ځپنې غندنه وکړي. هغه ښځې چې نه یوازې له زده‌ کړو او ازادانه تګ راتګه بې برخې دي، بلکې ان په عمومي ځایونو کې یې هم غږ نه اورېدل کېږي.»

بل خوا، د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د تاجېکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د افغانستان وضعیت د دواړو هېوادونو ګډه موضوع بللې او د افغانستان د مسألې په تړاو یې د تهران او دوشنبې تر منځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

ازبېکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له اسلامي امارت سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت سفیر هم په رسمي توګه خپله دنده پیل کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا